Number Times Read : 554      
category

Daily News (105)
Elections 2009 (32)
Afghan affairs (15)
Afghan Profiles (8)
Audios and Videos (8)
Insight Afghanistan (17)
Islam and Muslims (8)
Other (3)
Pashto Books (1)
Pashto language (3)
Pukhtunistan Dispute (2)
 
Stats
Total Articles: 5181
Total Authors: 7631
Total Downloads: 37352


Newest Member
Susan Smith
Our Partner Sites

Zmong-Afghanistan.Com
Ya-Qurban.Com Laghman.Net



   

کابل ,دنننۍ جګړې وروستی راپور



[Valid RSS feed]  Category Rss Feed - http://www.HelloAfghanistan.Com/rss.php?rss=390
By : Abdul Wahab   99 or more times read
Submitted 2010-01-18 09:20:07


نن سهار دکابل پر وخت شاوخوا نهه نيمې بجې يوشمېر وسله والو طالبانو دښار په زړه پښتونستان واټ، ارګ ته څېرمه،سرينا هوټل،عدليې وزارت،افغانستان بانک،ګلبهار سنټر،فروشګاه بزرګ افغان او شاوخوا سيمو باندې وسله وال بريدونه وکړل چې له لامله يې ولسي وګړيو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر يې لاهم نه دی جوت.

طالبانو په ګلبهار سنټر او نورو سيمو کې ځانمرګي بريدونه هم کړي خو دا لانه ده جوته چې چاته پکې زيان اوښتی.

له لومړني ځانمرګي بريد وروسته څو تنه وسله وال د فروشګاه بزرګ افغان (دقاري امان مغازه) ته ننوتل،د ودانۍ پر بام يې سنګرونه ونيول او پر شاوخوا مهمو دولتي تاسيساتو او امنيتي ځواکونو يې د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل.

دطالب وياند په وينا يوه ځانمرګي بريدګر د ارګ په یوه دروازه کې ځانمرګی بريد کړی او ګڼ شمېر امنيتي مسوولين يې وژلي.

وسله والو د افغانستان بانک مخې ته ولاړو پوليسو باندې ډزې کړي خو داوښتي زيان په اړه يې جزيات نه دي ورکړل شوي.

له لومړني بريد وروسته امنيتي ځواکونه په ډېرې چټکۍ سره سيمې ته ورسېدل او ټول سيمه يې کلا بنده کړه،دملي اردو او پوليسو سرتېرو په ډېره مېړانه او شهامت خپلې ور سپارل شوې دندې ترسره کولې خو له بده مرغه چې په دغو عملياتو کې د پوليسو او ملي اردو هېڅ لوړپوړی افسر نه ليدل کېده او ټول عمليات د وړو افسرانو او سرتېرو له خوا ترسره کېدل.

داچې په د امنيتي ځواکونو درهبري کولو لپاره تجربه کار او لوړپوړي افسران موجود نه ول او ټولې چارې د وړو ظابطانو او سرتېرو له خوا پر مخ وړل کېدې دنه تجربې او ناسم پوځي پلان له لامله هر سرتېري پرته له کومې قوماندې او لارښوونې په خپل سر هر لوري ته ناتاره ډزې کولې چې ښايي ډېرې ګولۍ پر ولسي ځايونو لګېدلې وي.

که څه هم د امنيتي ځواکونو روحيه ډېره لوړه وه او هېڅ ډول وېره يې نه لرله خو له بده مرغه په دغه ډول حساسه شېبه کې يې اړين پوځي توکي لکه دګولۍ ضد واسکټونه او وسپنيزې خولۍ نه لرلې او ډېری سرتېرو په لوڅ سر د دښمن مقابله کوله.

دملي دفاع او کورنيو چارو وزیران،لوس درستيز،د کابل امنيه قوماندان او نور لوړپوړي پوځي افسران چې بايد د پوليسو دروحیې لوړولو او دخپلو مسوليتونو دترسره کولو لپاره سيمې ته ورغلي او عمليات يې رهبري کړي ول په دوربین هم نه ليدل کېدل.

پر فروشګاه بزرګ افغان د امنيتي ځواکونو د ناتاره ډزو په پايله کې دغه تاريخي سوداګريز مرکز اور واخيست او په بشپړه توګه له منځه ولاړه.

طالبانو ادعا کړې چې نننۍ عمليات د شلو تنو ځانمرګیو بريدګرو له خواترسره شوي خو دملي دفاع وزارت وياند په وينا تردې دمه د څلورو تنو ځانمرګيو بريدګرو جسدونه ترلاسه شوي.

دامنيتي چارواکيو په وينا ټول بريدګر وژل شوي،جګړه پای ته رسېدلې او سيمه پوليسو تر خپل کنترول لاندې راوستلې.

د دولتي چارواکيو په وينا په نننۍ پېښو کې يوتن امنيتي سرتېری وژل شوی او پېنځه ويشت نور چې ملکي وګړي هم پکې شامل دي ټپيان شوي



Author Resource:-


Article From HelloAfghanistan.Com

Related Articles :

  • There are no related Articles.

HTML Ready Article. Click on the "Copy" button to copy into your clipboard.




Firefox users please select/copy/paste as usual
Sign up
learn more
 
Home
Login
Submit Articles
Submission Guidelines
Top Articles
Link Directory
About Us
Contact Us
Privacy Policy
RSS Feeds

Actions
Print This Article
Add To Favorites